اى زكریا! بېشكه مونږ تا ته د داسې هلك زېرى دركوو چې د ده به نوم یحیٰی وي، مونږ ده ته له دې نه مخكې څوك همنامى نه دى ګرځولى مریم ۱۹:۷ ⧉
تفسیر:
نو الله تعالی د دې دعا قبوله کړه، او اواز يې ورته وکړو: ای زکریا! بېشکه مونږ زیری درکوو تا ته په داسې څه چې تا به خوشحاله کړي، نو بېشکه مونږ ستا دعا قبوله کړې، او تا ته بچی درکوو چې یحیی نوم به یې وي، مونږ نه دی ګرځولی بل هیچا لره مخکې له دې څخه دا نوم.