Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 114 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 114 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ مَنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَنْ يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَىٰ فِي خَرَابِهَا ۚ أُولَٰئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَنْ يَدْخُلُوهَا إِلَّا خَائِفِينَ ۚ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ 114
ترجمه:
او له هغه كس نه بل زیات ظالم څوك دى چې د الله جوماتونه بندوي (له دې خبرې نه) چې په دغو (جوماتونو) كې د هغه (الله) نوم یاد كړى شي او د دغو (جوماتونو) په ورانولو كې كوشش كوي، دغه كسان چې دي، دوى ته دا حق نشته چې دې (جوماتونو) ته ننوځي مګر دا چې وېرېدونكي وي۔، د دوى لپاره په دنیا كې رسوايي ده او د دوى لپاره په اخرت كې ډېر لوى عذاب دى البقره ۲:۱۱۴
تفسیر:
هیڅوک د هغه کس څخه غټ ظالم نه دی چې خلک په جوماتونو کې د الله تعالی د نوم له یادولو څخه بندوي، او د لمانځه، ذکر او تلاوت څخه خلک منعه کوي او تل یې د ورانولو او فساد خپرولو هڅه وکړي، چې ویې نړوي او خلک پکې د بندګي کولو څخه بند کړي، همدا د ورانولو هڅه کوونکو ته نه ښایي چې د الله تعالی جوماتونو ته ورننوځي مګر په داسې حال کې چې ویرېږي او زړونه یې رپېږي؛ د دوی د کفر کولو او د جوماتونو څخه د خلکو د بندولو له امله، دوی لره د دنیا په ژوند کې د مومنانو په لاس ذلت او سپکاوی دی، او په آخرت کې لوی عذاب دی ځکه چې خلک به یې د جوماتونو څخه بندول.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 113 راتلونکې البقره • آیت 115