Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 115 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 115 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَلِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ ۚ فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ 115
ترجمه:
او خاص د الله لپاره مشرق او مغرب دى، نو كوم طرف ته چې تاسو مخ كوئ، نو هلته د الله مخ دى، بېشكه الله ډېر فراخۍ والا، ښه پوه دى البقره ۲:۱۱۵
تفسیر:
د ختیځ او لوېدیځ او د دې دواړو تر منځ پاچاهي یوازې الله لره ده، خپلو بندګانو ته چې څرنګه وغواړي امر کوي، پس هر خوا ته چې مخ کوئ نو د الله تعالی سره مخامخ کېږئ، نو که چېرې تاسو ته بیت المقدس یا کعبې ته په مخ کولو امر وکړي، او یا په قبله پېژندلو کې تېروتۍ، او یا قبلې ته مخ کول درته ستونزمن وو، نو هېڅ باک نشته پر تاسو؛ ځکه ټولې خواوې الله لره دي، بېشکه الله تعالی د پراخۍ څښتن دی او لورینه یې ټول مخلوق ته په اسانتیا سره رسېږي، د بندګانو په نیتونو او کړنو پوه دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 114 راتلونکې البقره • آیت 116