Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 116 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 116 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَقَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا ۗ سُبْحَانَهُ ۖ بَلْ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ كُلٌّ لَهُ قَانِتُونَ 116
ترجمه:
او هغوى وویل: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى، (داسې نه ده) هغه (له دې خبرو نه) پاك دى، بلكې څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، هغه (ټول) خاص د هغه لپاره دي، ټول د هغه حكم منونكي دي البقره ۲:۱۱۶
تفسیر:
یهودیانو او عیسویانو او مشرکانو وویل: الله تعالی خپل ځان ته زوی نیولی دی! الله له دې څخه سپېڅلی او پاک دی، ځکه هغه د مخلوق څخه بې پروا دی، او زوی خو هغه څوک نیسي چې ورته اړتیا لري، او الله تعالی لره خو د اسمانونو او زمکې پاچاهي ده، او ټول مخلوقات د الله بندګان دي، د ده امر منونکي دي، څرنګه چې وغواړي تصرف پکې کولای شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 115 راتلونکې البقره • آیت 117