Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 118 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 118 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ لَوْلَا يُكَلِّمُنَا اللَّهُ أَوْ تَأْتِينَا آيَةٌ ۗ كَذَٰلِكَ قَالَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِثْلَ قَوْلِهِمْ ۘ تَشَابَهَتْ قُلُوبُهُمْ ۗ قَدْ بَيَّنَّا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ 118
ترجمه:
او وویل هغو كسانو چې (په هیڅ) نه پوهېږي: زمونږ سره الله ولې خبرې نه كوي، یا مونږ ته ولې كومه نښه نه راځي؟ همدارنګه د دوى د خبرې په شان خبره هغو كسانو (هم) كړې وه؛ چې له دوى نه مخكې وو، د دوى زړونه له یو بل سره مشابه (یوشان) شوي دي، یقینًا مونږ د هغو خلقو لپاره ایتونه بیان كړي دي چې یقین كوي البقره ۲:۱۱۸
تفسیر:
او هغو اهل کتابو چې نه پوهېدل او مشرکانو له حق سره د ضد له مخې وويل: ولې الله زموږ سره پرته له واسطې خبرې نه کوي او يا ولې موږ ته په ځانګړې حسي بڼه نه راځي؟ او د دوی د دغې وينا غوندې مخکېنيو درواغ ګڼونکو امتونو هم خپلو رسولانو ته همداسې ويلي وو که څه هم زمانې او ځايونه بېل بېل دي خو د دوی زړونه هغو خلکو ته په کفر، ضد او ناپوهۍ کې ورته دي چې له هغوی مخکې تېر شوي دي او موږ نښانې څرګندې کړې د هغو خلکو لپاره چې پر حق باور لري، کله چې هغوی ته ښکاره شي، نه شک ورته پېښېدی شي او نه يې ضد را ګرځوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 117 راتلونکې البقره • آیت 119