Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 119 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 119 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا ۖ وَلَا تُسْأَلُ عَنْ أَصْحَابِ الْجَحِيمِ 119
ترجمه:
یقینًا (اى نبي!) ته مونږه په حقه سره زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې، او د دوزخیانو په باره كې به له تا نه تپوس نه كېږي البقره ۲:۱۱۹
تفسیر:
ای پېغمبره! بېشکه مونږ ته په حق دین سره لېږلی یې، چې هېڅ شک په کې نشته، د دې لپاره چې ته مؤمنانو ته د جنت زېری ورکړې او کافران له اور (دوزخ) څخه ووېروې او په تا یوازې ښکاره رسونه ده او الله تعالی به هېڅکله هم له تا څخه د دوزخ د هغو څښتنانو په اړه پوښتنه ونه کړي چې پر تا یې ایمان نه دې راوړی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 118 راتلونکې البقره • آیت 120