او له تا نه خو به هیڅكله نه یهودیان راضي شی، او نه نصرانیان، تر دې چې ته د دوى د دین پیروي وكړې۔، ته ووايه: بېشكه د الله هدایت، هُم هغه (اصل) هدایت دى، او یقینًا كه تا، له دې نه پس چې تا ته علم راغى، د هغوى د خواهشاتو پیروي وكړه، (نو) تا لره د الله (له عذاب) نه (خلاصونكى) نه څوك دوست شته او نه كوم مددګار البقره ۲:۱۲۰ ⧉
تفسیر:
الله خپل نبي په متوجه کولو او وېرولو سره مخاطب ګرځوي ورته وايي: هيڅکله به له تا څخه يهود او نصارا خوښ نشي، ترڅو اسلام پرې نږدې، او د هغه څه پيروي ونه کړې چې هغوی پرې دي، ووايه پرته له شکه د الله کتاب او د هغه بيان په حقه لارښوونه ده، نه هغه باطل چې هغوی پرې دي، که چېرې ستا يا ستا له پيروانو څخه د يو تن له لوري د هغوی پيروي وشي وروسته تردې چې څرګند حق درته راغلی؛ نو هيڅلکه به د الله لخوا مرسته او همکاري ونه مومې، او دغه د حق پرېښولو او باطل ته نېږدې کېدلو د خطر بيان دی.