Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 121 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 121 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَتْلُونَهُ حَقَّ تِلَاوَتِهِ أُولَٰئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ ۗ وَمَنْ يَكْفُرْ بِهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ 121
ترجمه:
هغه كسان چې مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى، هغوى د دې (كتاب) تلاوت كوي (څنګه) چې يې د تلاوت حق دى، هم دغه كسان په ده ایمان راوړي، او څوك چې په دې (كتاب) باندې كافر شه، نو هم دغه كسان تاوانیان دي البقره ۲:۱۲۱
تفسیر:
قرآن کریم د اهل کتابو د یوې ډلې په اړه بیان کوي، چې په هغه کتاب عمل کوي کوم چې دوی ته نازل شوی او د هغه په حقه سره پیروي کوي، همدوی په دې کتابونو کې د محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت ښکاره نښې ویني، نو ځکه ایمان راوړلو ته بېړه کوي او بلې ډلې په خپل کفر ټینګار وکړ نو زیان سره مخ شوه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 120 راتلونکې البقره • آیت 122