Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 125 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 125 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى ۖ وَعَهِدْنَا إِلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَنْ طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ 125
ترجمه:
او كله چې مونږه بیت الله د خلقو لپاره د جمع كېدو او د امن ځای وګرځاوه، او (مونږ وویل:) له مقامِ ابراهیم نه’’لمونځ ځای‘‘ جوړ كړئ، او مونږ ابراهیم او اسمٰعیل ته كلك حكم وكړ دا چې تاسو (دواړه) زما كور د طواف كوونكو او اعتكاف كوونكو او ركوع كوونكو، سجده كوونكو لپاره ښه پاك كړئ البقره ۲:۱۲۵
تفسیر:
او یاد کړه هغه وخت چې الله تعالی بیت الحرام د خلکو لپاره د ورګرځېدو ځای (مرجع) و ګرځولو، چې زړونه یې ورپورې تړلي وي، کله هم چې ترې لاړ شي بیا ورته را ګرځي او همدا راز یې د امن ځای ګرځولی، چې په دې ځای کې پر چا تېری نه کېږي او خلکو ته یې وویل: له هغې تېږې څخه د لمانځه لپاره ځای ونیسئ کومې باندې چې ابراهیم علیه السلام د کعبې جوړېدو پر مهال ودرېده او مونږ ابراهیم او د هغه زوی اسماعیل ته سپارښتنه وکړه چې د عزت کور د پلیتۍ او بوتانو څخه پاک کړي او د هغه چا لپاره يې چمتو کړي چې پکې طواف، اعتکاف، لمونځ او داسې نور عبادات کول غواړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 124 راتلونکې البقره • آیت 126