Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 124 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 124 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذِ ابْتَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ ۖ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا ۖ قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي ۖ قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ 124
ترجمه:
او (یاد كړه) هغه وخت چې خپل رب يې ابراهیم په څو خبرو سره وازمایه، نو (ابراهیم) هغه پوره كړې۔ (الله) وویل: یقینًا زه تا د خلقو لپاره امام جوړوم، هغه وویل: او زما په اولاد كښې (هم امامان جوړكړه) (الله) وویل: زما عهد (د امامت وعده) ظالمانو (كافرانو) ته نه رسېږي البقره ۲:۱۲۴
تفسیر:
او هغه وخت یاد کړه چې الله تعالی ابراهیم علیه السلام د څه احکامو او سپارښتنو په تر سره کولو سره وازمایه، نو هغه په ښه بڼه او پوره توګه (هغه چارې) تر سره کړې، نو الله تعالی خپل پیغمبر ابراهیم ته وویل: زه تا د خلکو لپاره پېشوا او امام ګرځوم، څو خلک ستا د کړنو او اخلاقو پیروي وکړي، ابراهیم علیه السلام وویل: اې پالونکیه! زما له اولادې څخه هم مخکښان او امامان وګرځوه چې خلک یې پیروي وکړي، نو الله تعالی ورته په ځواب کې وویل: زما ژمنه په دین کې د امامت او پېشوا ګرځولو ستا د اولادې ظالمانو ته نه رسېږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 123 راتلونکې البقره • آیت 125