Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 123 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 123 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَاتَّقُوا يَوْمًا لَا تَجْزِي نَفْسٌ عَنْ نَفْسٍ شَيْئًا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا تَنْفَعُهَا شَفَاعَةٌ وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ 123
ترجمه:
او له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس هېڅ په كار رانشي، او نه به له هغه نه فدیه (بدل) قبلېږي او نه به هغه ته څه سفارش فايده وركوي او نه به له هغوى سره مرسته كېږي البقره ۲:۱۲۳
تفسیر:
د الله تعالی په پیروئ او د هغه د نواهیو څخه په ځان ژغورلو د خپلو ځانونو او د قیامت ورځې د عذاب تر منځ ډال وګرځوئ، ځکه په دغه ورځ هیڅ نفس بل نفس ته هیڅ ګټه نه شي رسولی او نه ورڅخه بدله منل کېږې که هر څه ډېره هم وي او نه ورته د چا سپارښتنه ګټه رسوي که هر څومره د لوړې رتبې څښتن وي او نه به ورسره مرستندوی وي چې د الله تعالی په وړاندې یې مرسته وکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 122 راتلونکې البقره • آیت 124