Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 128 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 128 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُسْلِمَةً لَكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ 128
ترجمه:
اى زمونږه ربه! مونږ ستا (حكم) منونكي جوړكړه او زمونږه په اولاد كې (هم) یوه ډله ستا حكم منونكې (جوړه كړه) او مونږ ته زمونږ د عبادت طریقې وښَیَه او زمونږه توبه قبوله كړه، یقینًا همدا ته ډېر ښه توبه قبلوونكى، بې حده رحم كوونكى يې البقره ۲:۱۲۸
تفسیر:
اې زمونږ پالونکیه! مونږ ستا امر ته غاړه ایښودونکي او تا لره عاجزي کوونکي وګرځوه، تا سره هیڅوک شریک نه ګرځوو او زمونږ له اولادونو څخه یو پوره امت تا ته غاړه ایښودونکی وګرځوه، او مونږ ته د خپلې بندګۍ څرنګوالی وښایه، او زمونږ د ګناهونو او په امر منلو کې د کمښت څخه راته تېر شه، بېشکه ته د هغو بندګانو توبه قبلونکی یې چې تا ته توبه وباسي او پر دوي لورین یې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 127 راتلونکې البقره • آیت 129