اى زمونږه ربه! دې (خلقو) ته له هم دوى نه یو رسول ولېږه، چې دوى ته ستا ایتونه تلاوت كوي او دوى ته كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) ښَیي او دوى پاكوي، یقینًا، هم دا ته، ډېر غالب، ښه حكمت والا يې البقره ۲:۱۲۹ ⧉
تفسیر:
اې پالونکیه! دوی کې یو پیغمبر را پیدا کړه، چې د اسماعیل علیه السلام له اولادې څخه وي، دوی ته ستا له خوا نازل شوي آیاتونه لولي او ورته د قرآن او سنت ښودنه کوي او له شرک او پلیتیو څخه یې پاکوي؛ بېشکه ته قوي، برلاسی یې او په کړنو او احکامو کې د حکمت څښتن یې.