Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 130 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 130 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَمَنْ يَرْغَبُ عَنْ مِلَّةِ إِبْرَاهِيمَ إِلَّا مَنْ سَفِهَ نَفْسَهُ ۚ وَلَقَدِ اصْطَفَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا ۖ وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ 130
ترجمه:
اوڅوك دى چې د ابراهیم له ملت نه مخ اړوي، سِوا له هغه كس نه چې خپل ځان يې جاهل كړى وي او یقینًا یقینًا مونږه هغه (ابراهیم) په دنیا كې غوره كړى دى او بېشكه هغه په اخرت كې خامخا له صالحانو ځنې دى البقره ۲:۱۳۰
تفسیر:
او هیڅوک د ابراهیم علیه السلام له دین څخه بل دین ته نه ګرځي پرته له هغه چا چې د بې عقلۍ او بد تدبیر له امله یې پر خپل ځان تېری کړی وي او حق یې د ګمراهۍ لپاره پریښی وي، په ذلت خوښ وي، او بېشکه مونږ دی په دنیا کې خپل خلیل او پیغمبر نیولی ؤ، او یقینا هغه به په آخرت کې هرومرو له نیکانو څخه وي، هغه کسان چې څه پرې الله تعالی واجب کړي هغه یې تر سره کړي، نو لوړې درجې یې تر لاسه کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 129 راتلونکې البقره • آیت 131