Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 132 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 132 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَوَصَّىٰ بِهَا إِبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَا بَنِيَّ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَىٰ لَكُمُ الدِّينَ فَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ 132
ترجمه:
او ابراهیم خپلو زامنو ته د دې وصیت وكړ او یعقوب (هم، ويې ویل:) اى زما زامنو! بېشكه الله تاسو لپاره دا دین غوره كړى دى، نو بېخي مه مرئ مګر په داسې حال كې چې مسلمانان یئ البقره ۲:۱۳۲
تفسیر:
او ابراهیم علیه السلام خپلو ځامنو ته په دې خبرو سپارښتنه کړې وه چې: (ما د ټولو عالمونو پالونکي ته غاړه ایښې ده) او همدا راز په دې خبرو یعقوب علیه السلام هم خپلو ځامنو ته سپارښتنه وکړه، دواړو پر خپلو ځامنو غږ وکړ: بېشکه الله تعالی تاسو ته د اسلام دین غوره کړی دی، نو کلک یې ونیسئ، تر دې چې تاسو ته مرګ راشي، په داسې حال کې چې الله تعالی ته پټ او ښکاره غاړه ایښودونکي یاست.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 131 راتلونکې البقره • آیت 133