Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 133 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 133 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


أَمْ كُنْتُمْ شُهَدَاءَ إِذْ حَضَرَ يَعْقُوبَ الْمَوْتُ إِذْ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعْبُدُونَ مِنْ بَعْدِي قَالُوا نَعْبُدُ إِلَٰهَكَ وَإِلَٰهَ آبَائِكَ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ إِلَٰهًا وَاحِدًا وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ 133
ترجمه:
ایا تاسو هغه وخت موجود وئ چې یعقوب ته مرګ حاضر شو؟ كله چې هغه خپلو زامنو ته وویل: له ما نه بعد به د څه شي عبادت كوئ؟ هغوى وویل: مونږ به ستا د اِلٰه (معبود) او ستا د پلرونو ابراهیم، او اسمٰعیل او اسحٰق د اِلٰه عبادت كوو، د یو حق معبود، او مونږه (ټول) د هغه حكم منونكي یو البقره ۲:۱۳۳
تفسیر:
آیا تاسو د یعقوب علیه السلام د مرګ پر مهال حاضر وئ چې ده له خپلو زامنو څخه پوښتنه کوله: زما له مرګه وروسته به د څه شي بندګي کوئ؟ دوی ورته په ځواب کې وویل: مونږ به د هغه یو معبود بندګي کوو چې ستا او ستا د پلرونو ابراهیم او اسماعیل او اسحاق معبود دی، چې هغه یو دی او شریک نه لري او مونږ ټول یوازې هغه ته غاړه ایښودونکي یو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 132 راتلونکې البقره • آیت 134