Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 135 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 135 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَقَالُوا كُونُوا هُودًا أَوْ نَصَارَىٰ تَهْتَدُوا ۗ قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۖ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ 135
ترجمه:
او دوى ویل چې تاسو یهودیان شئ، یا نصرانیان، نو نېغه لار به ومومئ۔، ته (دوى ته) ووایه: (داسې نه ده) بلكې (مونږ) د ابراهیم د ملت (تابع كېږو) چې حنیف (توحید والا) و او دى له مشركانو څخه نه و البقره ۲:۱۳۵
تفسیر:
یهودیانو د دې امت پیروانو ته وویل: تاسو یهودیان شئ نو د هدایت لار به ومومئ او عیسویانو به ویل: تاسو عیسویان شئ نو د هدایت لار به پیدا کړئ. -اې پیغمبره- ته ورته په ځواب کې ووایه: بلکې مونږ د ابراهیم علیه السلام د دین پیروي کوو چې له ټولو باطلو دینونو څخه د حق خوا ته مائل دی او (ابراهیم علیه السلام) له هغو کسانو څخه نه ؤ چې له الله تعالی سره یې شریک نیولو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 134 راتلونکې البقره • آیت 136