Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 136 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 136 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


قُولُوا آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ إِلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَىٰ وَعِيسَىٰ وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِنْ رَبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ 136
ترجمه:
تاسو ووایئ: مونږ په الله ایمان راوړى دى او په هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي، او په هغه څه چې ابراهیم او اسمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغوى) اولادې ته نازل كړى شوي دي، او (مونږ ایمان راوړى دى) په هغه څه چې موسٰی او عیسٰی ته وركړى شوي دي، او په هغه څه چې د خپل رب له جانبه (نورو) نبیانو ته وركړى شوي دي۔ مونږ په دوى كې د هېڅ یو په مینځ كې فرق نه كوو، او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي یو البقره ۲:۱۳۶
تفسیر:
اې مومنانو! تاسو دې باطلې دعوې لرونکو یهودیانو او عیسویانو ته ووایئ: مونږ په الله تعالی او قرآن چې مونږ ته نازل شوی باور لرو او په هغه څه هم باور لرو چې په ابراهیم او د هغه پر ځامنو اسماعیل اسحاق او یعقوب علیهم السلام نازل شوي دي او باور لرو په هغه څه چې په نورو پیغمبرانو چې د یعقوب علیه السلام له اولادې څخه دي نازل شوي او باور لرو په هغه تورات چې موسی علیه السلام ته الله تعالی ورکړی ؤ او هغه انجیل چې عیسی علیه السلام ته الله تعالی ورکړی ؤ او باور لرو په هغو کتابونو چې ټولو پیغمبرانو ته الله تعالی ورکړي دي، د دوی تر منڅ هیڅ توپیر نه کوو چې پر ځینو يې باور ولرو او پر ځینو یې کفر وکړو، بلکې پر ټولو باور لرو او مونږ یوازې الله تعالی ته غاړه ایښودونکي او عاجزي کوونکي یو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 135 راتلونکې البقره • آیت 137