نو كه دوى هغه شان ایمان راوړي څنګه چې تاسو په دې (كتاب) ایمان راوړى دى، نو یقینًا دوى سمه لاره وموندله او كه مخ يې وګرځاوه، نو همدا خبره ده چې دوى په سخت مخالفت كې دي، نو ژر ده چې د دوى مقابلې ته به تا لپاره الله كافي شي او هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى البقره ۲:۱۳۷ ⧉
تفسیر:
که چېرې یهودیانو او عیسویانو او نورو کافرانو ستاسو د ایمان په څېر ایمان راوړ؛ نو دوی به په سمه لاره شي کومه چې د الله تعالی خوښه ده او که چېرې یې له ایمان څخه مخ واړولو چې ټول یا ځينې پیغمبران یې دروغجن وبلل نو بېشکه دوی په اختلاف او دښمنۍ کې دي، نو -اې پیغمبره- مه غمجن کېږه، بېشکه الله تعالی تاته د دوی له ش زیان رسونې نه کافي دی او د دوی له شر څخه به دې ساتي او مرسته به دې کوي، هغه د دوی خبرې اوري او د دوی په نیتونو او کړنو ډېر پوه دی.