Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 141 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 141 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ ۖ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ ۖ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ 141
ترجمه:
دغه یوه ډله ده چې یقینًا تېره شوې ده، څه (عمل) چې هغوى كړى دى؛ هغه د هغوى لپاره دى او څه (عمل) چې تاسو كړى دى؛ هغه تاسو لپاره دى او له تاسو نه به د هغوى د عملونو په باره كې تپوس نه كېږي البقره ۲:۱۴۱
تفسیر:
دا یو امت وو چې له تاسو مخکې تېر شو او کوم عمل یې چې وړاندې کړی ؤ هغې ته ورسېدل، پس دوې لره د هغه کړنو بدله ده، او تاسو لره ستاسو د کړنو بدله ده، او تاسو څخه به د هغوی د کړنو پوښتنه نه کېږي، او له هغوی څخه به ستاسو د کړنو پوښتنه نه کېږي، او نه به یو کس د بل په ګناه نېول کېږي، او نه به یو کس د بل له عمل څخه ګټه پورته کړي، بلکه هر چا ته به د هغه څه بدله ورکول کېږي څه یې چې وړاندې کړي وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 140 راتلونکې البقره • آیت 142