Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 142 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 142 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


سَيَقُولُ السُّفَهَاءُ مِنَ النَّاسِ مَا وَلَّاهُمْ عَنْ قِبْلَتِهِمُ الَّتِي كَانُوا عَلَيْهَا ۚ قُلْ لِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ ۚ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ 142
ترجمه:
له خلقو څخه بې وقوفان به ژر ووايي چې دوى له خپلې هغه قبلې نه څه شي واړول چې دوى په هغې باندې وو؟ ته (ورته) ووایه: خاص د الله لپاره مشرق او مغرب دى، سمې (نېغې) لارې ته هدایت كوي چا ته چې يې وغواړي البقره ۲:۱۴۲
تفسیر:
ژر دی چی وبه وايي هغه ناپوهه او کم عقله یهودیان، او هغه څوک چی د دوی په شان وی له منافقانو څخه: مسلمانانو لره څه شی واړول د خپلی مخکنۍ قبلی بیت المقدس څخه؟ ته ورته جواب ورکړه -ای پیغمبره-: خاص الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهی د مشرق او مغرب او د نورو طرفونو، اړوی چا لره چی وغواړی د خپلو بندګانو څخه کوم طرف ته چی وغواړی، او هغه پاک ذات ښودنه کوی چاته چی وغواړی د خپلو بندګانو څخه نیغی لاری ته چی کوږوالی او اوړیدل پکی نه وی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 141 راتلونکې البقره • آیت 143