Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 143 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 143 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا ۗ وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنْتَ عَلَيْهَا إِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّنْ يَنْقَلِبُ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ ۚ وَإِنْ كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ ۗ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ 143
ترجمه:
او همدارنګه مونږه تاسو غوره امت جوړ كړي یئ، د دې لپاره چې تاسو په خلقو باندې شاهِدان (ګواهان) شئ، او رسول پر تاسو باندې ګواه شي۔ اوهغه قبله چې ته په هغې باندې وې؛ مونږه نه وه مقرره كړې مګر د دې لپاره چې مونږ هغه څوك معلوم (څرګند) كړو چې د رسول پیروي كوي له هغه چا نه چې په خپلو پوندو باندې بېرته ګرځي، او یقینًا دا (خبره) ډېره درنه ده، مګر په هغو كسانو چې الله ورته هدایت كړى دى (درنه نه ده) او الله كله هم داسې نه دى چې ستاسو ایمان (لمونځونه) ضابع كړي، یقینًا الله په خلقو باندې خامخا ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى البقره ۲:۱۴۳
تفسیر:
لکه څنګه مو چې تاسې ته قبله غور کړې ده، همداسی مو تاسې په عقیده عبادت او د ژوند په نورو چارو کی غوره، باانصافه او درمیانه أمت ګرځولي یاست، د دې لپاره چې د قیامت په ورځ تاسو ګواهان شئ د الله تعالی د پیغمبرانو لپاره چې هغوی د الله تعالی هغه دین چې هغوی ته پرې امر شوی وو، خپلو امتونو ته رسولی ؤ، او همدارنګه محمد صلی الله علیه وسلم به ګواه وي پر تاسو باندې چې هغه تاسو ته د الله تعالی دین رارسولی وو. او مونږ نه دی ګرځولی اړول ستا د قبلی هغه چی تا ورته مخکی مخ اړوو- چی هغه بیت المقدس - وو، مګر ددی لپاره چی مونږه وپیژنو (ښکاره یې کړو)- داسی پېژندل چې په هغه به حساب او جزاء مرتب کېږي- چې څوک د الله په شرع باندې راضي کېږي او غاړه ورته ږدي، نو پس د پیغمبر تابعداري کوي او څوک چې له خپل دین نه واوړي او د خپلو نفسي غوښتنو تابعداري کوي او د الله تعالی شرعې ته غاړه نه ږدې. او یقینا د لومړۍ قبلې بدلېدل ډیر درانه وو مګر په هغو کسانو درانه نه وو چې الله تعالی ورته په هغه باندی د ایمان ورکولو توفیق ورکړی وو، او بیشکه چی الله تعالی د خپلو بندګانو لپاره کوم دین رالیږی هغه د لوړو حکمتونو لپاره رالیږی. او الله تعالی دا نه غواړی چی ستاسو په الله تعالی ایمان برباد اوضائع کړی، او نه ستاسو هغه لمونځونه چی تاسو د قبلی د ګرځیدو څخه مخکی کړی دی، بیشکه الله تعالی په خلکو باندی ډیر مهربان او رحم کوونکی دی، نو په هغو باندی سختی نه کوی، او د هغوئ د نیکو اعمالو ثوابونه نه بربادوی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 142 راتلونکې البقره • آیت 144