Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 144 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 144 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


قَدْ نَرَىٰ تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاءِ ۖ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا ۚ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۚ وَحَيْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ ۗ وَإِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّهِمْ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ 144
ترجمه:
یقینًا اسمان ته ستا د مخ ګرځېدل (اوړېدل) مونږ وینو، نو مونږ به تا خامخا د هغې قبلې په طرف وګرځوو چه ته يې خوښَوې، نو خپل مخ د مسجد حرام (كعبې) په طرف وګرځوه۔ او تاسو چې په هر ځاى كې یئ، نو خپل مخونه د هغه په طرف وګرځوئ، او بېشكه هغه كسان چه هغو ته كتاب وركړى شوى دى؛ هغوى خامخا پوهېږي چې یقینًا دا (د قبلې بدلول) د دوى د رب له جانبه حق دي، او الله له هغه څه نه چه دوى يې كوي كله هم غافل نه دى البقره ۲:۱۴۴
تفسیر:
بېشکه مونږه ولیده -اې پیغمبره- اړول د مخ ستا او کتل ستا د آسمان طرف ته، په داسې حال کې چې ته انتظار کوونکی وې د وحې د نازلېدو په باره د قبلې کې او اړول د هغې، هغه طرف ته چی ستا خوښ وي، نو خامخا به مونږ ستا مخ د اوسنۍ قبلی بیت المقدس پر ځای هغې قبلې ته واړوو چې ستا خوښه وي -چې هغه بیت الله- ده. نو ته خپل مخ د مکې مکرمې -بیت الله- په طرف واړوه او کوم ځای کې چې تاسې یئ -اې مومنانو- نو تاسې خپل مخونه د لمانځه په وخت کې بیت الله ته واړوئ او هغه کسان چې هغوی ته آسماني کتاب ورکړل شوی دی، له یهودو او نصارو څخه، هغوی هرومرو پوهېږې چی دا اړول د قبلې رالیږل شوی حق دی د دوی د خالق او کار ساز له لوري؛ ځکه چې دا د دوی په کتابونو کې راغلی وو او الله تعالی له هغو کړنو ناخبره نه دی چې دا له حق اوښتونکي یې کوي، بلکې الله تعالی په دوی باندې ښه خبر دی او دوی ته به خامخا د دې انکار سزا ورکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 143 راتلونکې البقره • آیت 145