Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 15 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 15 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


اللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ 15
ترجمه:
الله په دوى پورې استهزا كوي او دوى ته په خپلې سركشۍ كې ترقي وركوي، په داسې حال كې چې حیران سرګردان ګرځي البقره ۲:۱۵
تفسیر:
الله تعالی په دوی پورې ټوکې کوي په بدل د هغو ټوکو چې دوی یې پر مومنانو پورې کوي، له خپل عمل سره برابره بدله ورکوي، نو ځکه خو یې په دنیا کې د مسلمانانو احکام پر دوی پلي کړل، خو په آخرت کې به ورته د کفر او نفاق بدله ورکړي، همدا راز دوی ته مهلت ورکوي چې په خپله ګمراهۍ او سرکشۍ کې نور هم مخکې لاړ شي، نو سرګردان او حیران به پاتې شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 14 راتلونکې البقره • آیت 16