Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 14 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلَىٰ شَيَاطِينِهِمْ قَالُوا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ 14
ترجمه:
او كله چې دوى له مومنانو سره ملاقات وكړي، نو وايي چې مونږ ایمان راوړى دى، او كله چې له خپلو شیطانانو (مشرانو) سره يواځې شي، نو (بیا) وايي: په رښتیاخو مونږ له تاسو سره یو، خبره همدا ده چې مونږ خو بس استهزا (خندا) كوونكي یو البقره ۲:۱۴
تفسیر:
او کله چې دوی له مومنانو سره مخامخ شي نو وایي: مونږ هم په هغه څه باور لرو چې تاسي پرې ایمان لرئ؛ له مومنانو څخه د وېرې له کبله داسې وایي، خو کله چې له مومنانو څخه خپلو مشرانو خوا ته جدا (ګوښي) شي، نو د هغوی په تابعدارۍ د ثابت کېدو تاکید کوي او وایي: مونږ تاسو سره یو ستاسو په لاره او مونږ له مومنانو سره په ښکاره ځان برابروو، چې ټوکې ورپورې وکړو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 13 راتلونکې البقره • آیت 15