Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 13 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 13 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ ۗ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلَٰكِنْ لَا يَعْلَمُونَ 13
ترجمه:
او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو ایمان راوړئ، لكه څنګه چې خلقو (صحابه وو) ایمان راوړى دى، نو دوى وايي: ایا مونږ ایمان راوړو، لكه څنګه چې بې وقوفو (كم عقلو) ایمان راوړى دى؟ خبردار! یقینًا همدوى بې وقوفه دي، او لېكن دوى نه پوهېږي البقره ۲:۱۳
تفسیر:
کله چې دوی ته د داسې ایمان راوړلو امر وشي، لکه څنګه چې د محمد صلی الله علیه وسلم ملګرو راوړی دی، نو دوی د انکار او ټوکو په بڼه داسې وایي: آیا مونږ داسې ایمان راوړو لکه څنګه چې دې ناپوهه (کم عقلو) خلکو راوړې؟ او حقیقت دادی چې همدوی کم عقله دي خو دوی نه پوهېږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 12 راتلونکې البقره • آیت 14