Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 185 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 185 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَىٰ وَالْفُرْقَانِ ۚ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ ۖ وَمَنْ كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۗ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ 185
ترجمه:
د رمضان میاشت هغه ده چې په هغې كې قرآن نازل كړى شوى دى، چې د خلقو لپاره هدایت دى، او د هدایت او د فرقان (حق او د باطل بېلوونكي) ښكاره دلیلونه دي، نو په تاسو كې چې څوك دې میاشتې كې حاضر و، نو هغه دې د دې روژې ونیسي، او څوك چې مریض وي، یا په سفر وي، نو (په هغه) د نورو ورځو شمېرل دي، الله په تاسو د اسانتیا اراده لري او پر تاسو باندې د سختۍ اراده نه لري او د دې لپاره چې تاسو شمېره پوره كړئ او د دې لپاره چې تاسو د الله لويي بیان كړئ، په دې چې هغه تاسو ته هدایت كړى دى، او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ البقره ۲:۱۸۵
تفسیر:
رمضان هغه میاشت ده چې په هغې کې د لیلة القدر (د قدر په شپه) په رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرآن نزول پیل شو، الله تعالی هغه د خلکو د هدایت له پاره رالېږی دی، په دې (قرآن) کې د هدایت ښکاره دلیلونه دي او د حق او باطل جلا کوونکی دی، نو په چا چې د رمضان میاشت را دبره شي او هغه مقیم (په کور کې) او روغ وي، نو پر هغه واجب ده چې روژه ونیسي، او څوک چې ناروغ او یا مسافر وي او روژه نیول ورته ګران وي؛ نو هغه ته روژه ماتول جایز دي، نو که روژه یې وخوړه نو بیا پرې فرض ده چې د هغو ورځو قضايي راوړي کومې یې چې خوړلې دي. الله تعالی په دې سره غواړی چې په تاسو اسانتیا وکړي، سختي درباندې ونه کړي او د دې له پاره چې د روژې د میاشتې شمار پوره کړئ، د روژې میاشتې د ختمیدلو نه وروسته د اختر په ورځ د الله تعالی لویي بیان کړئ، چې تاسو ته یې د روژې نیولو توفیق درکړ او د روژی نیولو په پوره کولو کې یې ستاسو مرسته وکړه او د دې له پاره چې تاسو د الله تعالی شکر ادا کړئ، چې تاسو ته یې دا دین درښودلی او ستاسو لپاره یې غوره کړی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 184 راتلونکې البقره • آیت 186