فرض کړل شوې روژه پر تاسو دا ده چې له کال څخه لږې ورځې روژه ونیسئ، څوک چې له تاسو څخه داسې ناروغ وي چې روژه ورته سخته وي او يا مسافر وي؛ نو د هغه لپاره روا ده چې روژه ونه نيسي، بيا څومره ورځې يې چې نده نيولې د هغو قضايي راوګرځوي، او څوک چې د روژې نيولو توان لري، خو ويې نه نيوله پر هغه فديه لازمه ده چې د هرې نه نيول شوې ورځې په بدل کې به بېوزله ته ډوډۍ ورکوي، خو که تر يو زیات بېوزله ته ډوډۍ ورکړي او يا له روژې سربېره فديه ورکړي دا ورته غوره ده، ستاسو روژه نيول ستاسو لپاره تر خوړولو او فديه ورکولو غوره دي که تاسو پر هغه غوراوي پوه شئ چې په روژه نيولو کې دی، دا حکم د روژې د لومړي مشروعيت په زمانه کې و، نو د چا چې خوښه وه روژه به يې نيوله او که به يې خوښه وه نه به يې نيوله او بېوزله ته به يې ډوډۍ ورکوله، بيا الله له دغه وروسته روژه واجب کړه او پر هر بالغ توان لرونکي يې فرض کړه.