Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 204 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 204 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللَّهَ عَلَىٰ مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ 204
ترجمه:
او بعضې له خلقو نه هغه څوك دي چې د دنيايي ژوند په باره كې د هغه خبرې تا په تعجب كې اچوي او دى په هغه څه باندې الله ګواه كوي چې د ده په زړه كې دي، حال دا چې دى ډېر زیات جګړه مار دى البقره ۲:۲۰۴
تفسیر:
او ځنې خلک دوه مخي (منافق) وي، په دنیا کې د هغوئ خبری تا په تعجب کې اچوي -اې پیغمبره-، نو ته به هغه وینې چې ډېرې ښې خبرې به کوي، تر دې چې ته به یې رښتینی خیرخواه ګڼي، مګر د هغه قصد او هدف د خپل ځان او مال ساتل وي، او الله تعالی به ګواه کوي -حال دا چې هغه به دروغجن وي- په هغه څه چې د هغه په زړه کې کوم خیر او ایمان دی، او له مسلمانانو سره به سخت جګړه مار او دښمني کوونکی وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 203 راتلونکې البقره • آیت 205