په شمېرل شويو ورځو كې الله یادوئ، پس څوك چې په دوه ورځو كې ژر لاړ، نو په هغه هېڅ ګناه نشته، او چا چې تاخیر وكړ، نو په ده (هم) هېڅ ګناه نشته، د هغه چا لپاره چې تقویٰ يې غوره كړې وي او له الله نه وېریږئ، او په دې پوه شئ چې یقینًا تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ البقره ۲:۲۰۳ ⧉
تفسیر:
او د الله تعالی ذکر وکړئ په الله اکبر ویلو سره او په لا اله الا الله ویلو سره په هغو لږو ورځو کې؛ چی هغه: یولسم دولسم او د یارلسم د ذې الحجې دي، نو پس چا چې بېړه وکړه او له منی څخه د جمراتو د ویشتلو نه وروسته په دولسم د ذی الحجی ووتو، نو هغه ته دا جایز دي او پر هغه څه ګناه نشته؛ ځکه چې الله تعالی هغه ته دا آسانتیا ورکړې ده او څوک چې دیارلسمي ورځې ته پاتي شو، تر دې چې جمرات وولي، نو هغه ته هم دا جایز دي او په هغه باندې په دې کې څه حرج او ګناه نشته، او هغه په پوره طریقې سره ادا کړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طریقې تابعداري یې وکړه، دا ټول د هغه چا لپاره دي چې په خپل حج کې له الله تعالی څخه وویریږي او حج داسې وکړي لکه څنګه چې پرې الله تعالی امر کړی دی، او تاسو له الله تعالی څخه ووېرېرئ د هغه د حکمونو په عملی کولو سره او د هغه له نواهیو څخه په ځان ساتلو په وسیله، او باور ولرئ چې تاسو به یوازې الله تعالی ته ورګرځئ، نو پس تاسې ته به ستاسو د عملونو بدله درکوي.