Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 202 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 202 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


أُولَٰئِكَ لَهُمْ نَصِيبٌ مِمَّا كَسَبُوا ۚ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ 202
ترجمه:
دغه كسان دي چې د دوى لپاره د دوى د كړو (نېكو) عملونو په سبب لویه برخه ده، او الله ډېر ژر حساب كوونكى دى البقره ۲:۲۰۲
تفسیر:
دغه کسان چې له الله تعالی څخه د دنیا او آخرت د خیر غوښتونکي دي، د دوی لپاره د ثواب ډېره لویه برخه ده، د هغو نیکو عملونو په وجه چې دوی په دنیا کې کړي دي او الله تعالی ډېر ژر د کړنو (اعمالو) حساب کوونکی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 201 راتلونکې البقره • آیت 203