Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 201 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 201 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ 201
ترجمه:
او په دوى كې بعضې هغه څوك دي چې وايي: اى زمونږه ربه! مونږ ته په دنیا كې نعمت راكړه او په اخرت كې (هم) نعمت راكړه او مونږ د اور له عذابه وساته البقره ۲:۲۰۱
تفسیر:
او یوه ډله له خلکو څخه پر الله تعالی او آخرت ایمان لري، نو له الله تعالی څخه د دنیا نعمتونه هم غواړي او په دنیا کې د نیک عمل کولو توفیق هم غواړي، همدا رنګه له الله تعالی څخه په جنت سره بریالیتوب او له جهنم څخه سلامتیا (ژغورنه) غواړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 200 راتلونکې البقره • آیت 202