Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 200 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 200 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


فَإِذَا قَضَيْتُمْ مَنَاسِكَكُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَذِكْرِكُمْ آبَاءَكُمْ أَوْ أَشَدَّ ذِكْرًا ۗ فَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ 200
ترجمه:
نو كله چې تاسو خپل د حج عبادتونه (اعمال) ادا كړئ، نو الله یادوئ په شان د یادولو ستاسو خپلو پلرونو لره، بلكې زیات یادول، نو په خلقو كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته (هر څه) په دنیا كې راكړه، او د دغه كس لپاره په اخرت كې هېڅ برخه نشته البقره ۲:۲۰۰
تفسیر:
نو کله مو چې د حج کړنې تر سره کړې او له هغو څخه فارغ شوئ، نو د الله ذکر وکړئ او د هغه ډېره ستاینه وکړئ، لکه څنګه به مو چې پر خپلو پلرونه ویاړل او دهغوی ستاینه به مو کوله، بلکې د هغوی له ستاینې هم د الله زیاته ستاینه وکړئ، ځکه چې ټول هغه نعمتونه چې تاسې ترېنه ګټه پورته کوئ، هغه د الله تعالی له لوري دي. او خلک (یو تر بله) مختلف دي، ځنې له هغوی نه هغه کافر او مشرک دی، چې یوازې د دې نړۍ پر ژوند ایمان لري، نو له الله تعالی څخه یوازې د (دې) دنیا نعمتونه او ښکلا، لکه: صحت، مال او اولاد غواړي، نو د دوی په هغو نعمتونو کې څه برخه نه شته چې الله تعالی خپلو مومنو بنده ګانو ته په آخرت کې تیار کړي دي، ځکه چې دوی له دنیا سره مینه لري او له آخرت یې مخ اړولی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 199 راتلونکې البقره • آیت 201