Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 214 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 214 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ ۖ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّىٰ يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَىٰ نَصْرُ اللَّهِ ۗ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ 214
ترجمه:
ایا تاسو دا ګمان كوئ چې جنت ته به داخل شئ؟ حال دا چې پر تاسو باندې لا تر اوسه د هغو خلقو حالت نه دى راغلى چې له تاسو نه مخكې تېر شوي دي، هغوى ته سختي او بېماري رسېدلې وې، او جړقول شوي وو تر دې چې رسول او له هغه سره ایمان راوړونكو به وویل: د الله مدد به كله راځي؟ خبردار شئ! یقینًا د الله مدد ډېر نژدې دى البقره ۲:۲۱۴
تفسیر:
ایا تاسو دا ګمان کوئ -ای مومنانو!- چې تاسو به جنت ته ننوځئ او تاسو ته به د پخوانیو مومنانو پشان تکلیفونه او مصیبتونه نه رسېږي، څنګه چې هغوئ ته سخته غریبي او سخت مرضونه رسیدلي وو، او هغوی وېرو لړزولي وو او دومره مصیبتونه ورته رسیدلی وو تر دې چې په تلوار سره د الله تعالی د مرستی او مدد غوښتنه وکړي، او پیغمبر او هغه مومنان چې له هغه سره وو، ووايي: چې د الله مرسته او مدد به کله راځي؟ ته ورته ووایه -اې پیغمبره- د الله تعالی مرسته او مدد نږدې دی، په الله تعالی باندې ایمان لرونکو، او پر هغه باندې توکل او عتماد کوونکو ته.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 213 راتلونکې البقره • آیت 215