Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 213 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 213 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ وَأَنْزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ ۚ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلَّا الَّذِينَ أُوتُوهُ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۖ فَهَدَى اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا لِمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِهِ ۗ وَاللَّهُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ 213
ترجمه:
ټول خلق (په شروع كې) یو امت و (بیا په كې ځینې كافر شول) نو الله نبیان راولېږل چې زېرى وركوونكي او وېروونكي وو او له هغوى سره يې په حقه سره كتاب نازل كړ، د دې لپاره چې هغه د خلقو په منځ كې د هغه شي فیصله وكړي چې دوى په كې اختلاف كړى دى، او په هغه كې اختلاف نه دى كړى مګر هغو كسانو چې هغوى ته هغه (كتاب) وركړى شوى و، په خپل منځ كې د لويي او ظلم په وجه (يې اختلاف كړى و)، له دې نه پس چې هغوى ته ښې څرګندې نښې راغلې، نو الله هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى و، په خپل حكم سره هغه حق ته هدایت وكړ چې هغوى (كافرانو) په كې اختلاف كړى و او الله د سمې لارې هدایت كوي هغه چا ته چې ويې غواړي البقره ۲:۲۱۳
تفسیر:
په پيل کې خلک د خپل پلار آدم په امت په يوه خوله په لارښوونه وو، تردې چې شيطانونو لار ورکي کړل؛ نو په مومن او کافر سره بېل شول، له همدې امله الله د ايمان څښتنانو او پيروۍ کوونکو ته د هغه څه په اړه زيری ورکوونکي رسولان را ولېږل چې د هغوی لپاره يې چمتو کړي دي او د اهل کفر لپاره په هغه څه وېروونکي چې الله د خپلې سختې سزا ژمنه ورسره کړې ده، او د رسولانو سره یې پر داسې حق مشتمل کتابونه را ولېږل چې هيڅ شک پکې نشته ترڅو د خلکو تر منځ په هغه کې پرېکړې وکړي چې هغوی اختلاف پکې کوي او الله چې کوم تورات را نازل کړی و په هغو کې له يهودو يوازې هغو کسانو د تيري له مخې اختلاف وکړ چې پوهه ورکړل شوې وه دا هم وروسته تردې چې د الله دليلونه ورته راغلل چې هغه حق دی او اختلاف پکې ځای نه لري، خو الله مومنانو ته په خپل امر او اراده له لار ورکۍ څخه د لارښوونې د پېژندګلوۍ توفيق ورکړ، او الله چې چا ته وغواړي د داسې نېغې لارې لارښوونه کوي چې هيڅ کوږوالی نه لري، چې هغه د ايمان لار ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 212 راتلونکې البقره • آیت 214