Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 212 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 212 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَيَسْخَرُونَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا ۘ وَالَّذِينَ اتَّقَوْا فَوْقَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ 212
ترجمه:
او هغو كسانو ته چې كافران شوي دي دنيايي ژوند ښايسته كړى شوى دى، او دوى په هغو كسانو پورې مسخرې كوي چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې متقیان دي د قیامت په ورځ به د دوى له پاسه وي او الله چې چا لره وغواړي بې حسابه رزق وركوي البقره ۲:۲۱۲
تفسیر:
ښائسته کړی شوي هغه کسانو ته چې په الله تعالی یې کفر کړی دی، دنیا او د دنیا ختمیدونکی مزې او ختمیدونکی خوندونه، او مسخری کوي په هغه چا باندې چې په الله تعالی او د آخرت پر ورځ یې ایمان راوړی دی، او هغه کسان چې له الله تعالی څخه وېرېږي د الله تعالی اوامر عملی کوي او له نواهیو څخه یې ځان ساتي، د قیامت پر ورځ به د دې کافرانو څخه اوچت وي، هلته چې الله تعالی به دوئ همېشنې جنتونو ته داخلوي، او الله تعالی له خپلو مخلوقاتو چې هر چاته وغواړي بې شمېره (نعمتونه او روزي) ورکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 211 راتلونکې البقره • آیت 213