Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 211 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 211 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


سَلْ بَنِي إِسْرَائِيلَ كَمْ آتَيْنَاهُمْ مِنْ آيَةٍ بَيِّنَةٍ ۗ وَمَنْ يُبَدِّلْ نِعْمَةَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ 211
ترجمه:
له بني اسرائیلو نه تپوس وكړه چې مونږ څومره ډېرې واضحې نښې دوى ته وركړې وې، او څوك چې د الله نعمت بدل كړي، له دې نه پس چې ده ته راغى، نو یقینًا الله سخت عذاب وركوونكى دى البقره ۲:۲۱۱
تفسیر:
پوښتنه وکړه -ای پیغمبره- له بنی اسرایلو څخه د زورنې او رټنې پوښتنه: الله تعالی تاسو ته د دې پیغمبر په رښتینولۍ څومره ښکاره نښې بیان کړي! نو پس تاسو هغه دروغجنې وګڼلی او مخ مو ترې وګراځاوه، او هر هغه چا چې د الله تعالی نعمتونه بدل کړل په کفر او دروغو سره وروسته د پیژندلو د هغې نه او د ښکاره کېدو د هغې نه؛ نو پس بېشکه الله تعالی دروغجنو کافرانو ته سخته سزا ورکوونکی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 210 راتلونکې البقره • آیت 212