Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 210 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 210 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


هَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا أَنْ يَأْتِيَهُمُ اللَّهُ فِي ظُلَلٍ مِنَ الْغَمَامِ وَالْمَلَائِكَةُ وَقُضِيَ الْأَمْرُ ۚ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ 210
ترجمه:
دوى انتظار نه كوي مګر د دې چې الله دوى ته د ورېځو په سیورو كې راشي او ملايك (هم) او معامله فیصله كړى شي، او ټول كارونه خاص الله ته ورګرځول كېږي البقره ۲:۲۱۰
تفسیر:
انتظار نه کوي دا د شیطان تابعداران او د حق نه اوښتونکي کسان، مګر دا چې الله تعالی راشي دوئ ته د قیامت په ورځ په داسې راتګ سره چې د الله د شان سره مناسب دی، د وریځو په سیوري کې د دې لپاره چې د دوئ ترمنځ فیصله وکړي او ملایکی به هم راشي چې له هر لوري به له دوئ څخه راچاپېره شوې وي او په دغه وخت کې به په دوئ باندې د الله تعالی فیصله وشي او الله تعالی به د دوئ له فیصلې څخه فارغ شي او د مخلوقاتو ټولې چارې او کړنې یوازې الله تعالی ته ورګرځي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 209 راتلونکې البقره • آیت 211