Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 221 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 221 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَلَا تَنْكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّىٰ يُؤْمِنَّ ۚ وَلَأَمَةٌ مُؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ ۗ وَلَا تُنْكِحُوا الْمُشْرِكِينَ حَتَّىٰ يُؤْمِنُوا ۚ وَلَعَبْدٌ مُؤْمِنٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ ۗ أُولَٰئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ ۖ وَاللَّهُ يَدْعُو إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ ۖ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ 221
ترجمه:
او له مشركو ښځو سره نكاح مه كوئ تر هغه پورې چې دوى ایمان راوړي، او خامخا مومنه وینځه بېخي غوره ده له ازادې مشركې نه اګر كه هغه تاسو حیران كړي (د خوښېدو په وجه) او مشركانو ته (مسلمانې ښځې) په نكاح مه وركوئ تر هغه پورې چې دوى ایمان راوړي، او خامخا مومن مَرَيـى بېخي غوره دى له ازاد مشرك نه، اګر كه هغه تاسو (د خوښېدو په وجه) حیران كړي، دغه كسان اور ته بلنه كوي، او الله په خپل اذن سره جنت او مغفرت طرف ته بلنه كوي، او خلقو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې دوى نصیحت قبول كړي البقره ۲:۲۲۱
تفسیر:
-اې مومنانو- پر الله تعالی باندې له شرک کوونکو ښځو سره نکاح مه کوئ، تر هغو چې پر واحد الله یې ایمان نه وي راوړی، او په اسلام کې نه وي داخلې شوي، او یقینا یوه وینځه چې په الله تعالی او د هغه په رسول باندې ایمان لري، له آزادې بُت پرستې ښځې نه ډېره غوره ده، که څه هم د هغې مال او ښکلا تاسې په تعجب کې اچولي یئ او مسلمانې ښځې کافرو نارینه وو ته په نکاح مه ورکوئ او یو غلام چې په الله تعالی او د هغه په رسول ایمان لري ډېر غوره دی له آزاد مشرک څخه، اګر که تاسو هغه په تعجب کې اچوي، دغه خلک چې مشرکان دي -نارینه او زنانه- په خپلو ویناوو او کړنو هغه څه ته بلل کوي چې د جهنم اورته رسېږي او الله تعالی نیکو کارونو ته بلنه کوي، هغه چې جنت او د ګناهونو بښنې ته رسول کوي، د الله تعالی په فضل او اجازې سره، او الله تعالی خپلو بندګانو ته خپل آیاتونه (نښې) ښکاره کوي شاید چې د هغه څه نه عبرت واخلی چې دا پرې دلالت کوي پس عمل پرې وکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 220 راتلونکې البقره • آیت 222