Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 222 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 222 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ ۖ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ ۖ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّىٰ يَطْهُرْنَ ۖ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللَّهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ 222
ترجمه:
او دوى له تا نه د حیض په باره كې پوښتنه كوي، ته ووایه: دا یوه پلیتي ده، نو په حیض كې د ښځو له جماع نه په ډَډَه شئ، او دوى ته مه نژدې كېږئ له (د جماع لپاره) تر هغه پورې چې پاكې شي، نو كله چې ښې پاكې شي، بیا له دوى سره جماع كوئ، په هغه ځاى كې چې الله تاسو ته حكم كړى دى، یقینًا الله ډېرې توبې وېستونكي خوښوي او ښه پاك اوسېدونكي خوښوي‰ البقره ۲:۲۲۲
تفسیر:
او پوښتنه کوي ستا ملګري له تا څخه -اې پیغمبره- د حیض په باره کې (دا یوه طبیعي وینه ده چې د ښځې له رحم څخه په خاصو وختونو کې راځي)؟ ته هغوی ته ځواب کې ووایه: حیض د سړي او ښځې دواړو لپاره ضرر دی، نو تاسو د حیض په وخت کې له ښځو سره له یوځائ کیدو (جماع) ځان وساتئ، او تاسو ورسره کوروالی مه کوئ تر هغو پورې چې هغه وینه بنده شي، او بیا له هغې نه په غسل کولو سره ځان پاک کړي، نو پس کله چې وینه بنده شي او ځان پاک کړي، نو بیا ورسره په هغې طریقه کوروالی وکړئ چې ستاسو لپاره جایز شوی دی: چې هغوی پاکې وي او د مخی له طرفه (په شرمګاه کې)، بېشکه الله تعالی خوښوي له ګناهونو څخه ډېر توبه ویستونکي او زیات صفایي کوونکي له ګندګیو نه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 221 راتلونکې البقره • آیت 223