Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 223 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 223 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّىٰ شِئْتُمْ ۖ وَقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ مُلَاقُوهُ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ 223
ترجمه:
ستاسو ښځې تاسو لپاره فصل دي، نو خپل فصل ته راځئ څنګه چې ستاسو خوښه وي، او د خپلو ځانونو لپاره (نېك عمل) وړاندې ولېږئ، او له الله نه وېرېږئ او په دې پوه شئ چې یقینًا تاسو له هغه سره ملاقات كوونكي یئ، او مومنانو ته زېرى وركړه البقره ۲:۲۲۳
تفسیر:
ستاسو بیبیانې ستاسو کروندې دي چې ستاسو لپاره بچي زېږوي؛ لکه د هغې زمکې په شان چې مېوې ترې راوځي، نو تاسو د کروندې ځای ته راتګ وکړئ -چې هغه د زنانه شرمګاه ده- د کوم طرف نه چې مو خوښه وي او څرنګه مو چې خوښه وي، خو چې د زنانه په شرمګاه کې وي، او مخکې ولېږئ د خپلو ځانونو لپاره نیک عمل، او یو د هغه نه دا دې چې سړی له خپلې ښځې سره د ثواب په نیت او دنیک اولاد په امید کوروالی وکړي، او له الله تعالی څخه ووېرېږئ د هغه د حکمونو په عملي کولو سره او د هغه له منهیاتو څخه په ځان ساتلو سره، او یو له هغو نه خپلو بیبیانو ته په شرعي طریقه سره راتګ دی، او پوهه شئ چې تاسو به د قیامت په ورځ له الله تعالی سره مخامخ کېږئ، د هغه مخې ته به ودرېږئ، او ستاسو د عملونو بدله به درکوي، او زېری ورکړه -اې پیغمبره- مومنانو ته په هغه څه چې دوی به پرې خوشحالېږي له خپل رب سره د مخامخ کیدو په وخت کې چی هغه همېشني نعمتونه دي، او د الله رب العزت مخ ته کتل دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 222 راتلونکې البقره • آیت 224