Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 225 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 225 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَٰكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا كَسَبَتْ قُلُوبُكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ 225
ترجمه:
الله تاسو نه نیسي په خپلو قسمونو كې په لغو سره، او لېكن نیسي تاسو په هغه (قسم) چې ستاسو زړونو يې قصد (نيت) كړى وي، او الله ډېر بخښونكى، ښه تحمل كوونكى دى البقره ۲:۲۲۵
تفسیر:
الله تعالی تاسو په هغو قسمونو نه محاسبه کوي چې پرته له قصد نه ستاسو پر ژبو باندې راځي؛ لکه: نه په الله قسم دی، هو په الله قسم دی. پس په داسې قسم باندې کفاره او څه سزا نشته، خو تاسو سره په هغه څه حساب کوي چې قصدا یې کوئ له دغو قسمونو نه، او الله تعالی د خپلو بندګانو د ګناهونو بښوونکی او صبر کوونکی دی چې په بېړه سزا نه ورکوي، صبر ناک دې په تلوار سره سزا نه ورکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 224 راتلونکې البقره • آیت 226