د هغو كسانو لپاره چې خپلو ښځو (ته له ورتلو) نه قسم خوري، د څلورو میاشتو مهلت دى، بیا كه دوى رجوع وكړه، نو یقینًا الله ډېر بخښونكى، ډېر مهربان دى البقره ۲:۲۲۶ ⧉
تفسیر:
هغه کسان چې قسمونه کوي له خپلو ښځو سره د جماع کولو نه انتظار د یوې مودې چې د څلورو میاشتو نه نه اوړي، چې د قسم کولو د میاشتې نه شروع کېږی او هغه ته (ایلاء) ویل کېږي، نو که چېرې له خپلو ښځو سره جماع کولو ته راوګرځېدل، وروسته له قسم کولو نه په دغو څلورو میاشتو کې او یاد له دې څخه کمه موده کې؛ نو پس الله تعالی بښوونکی دی، هغه ګناهونه ورته بښي کوم چې له دوی څخه شوي دي، او مهربانه دی په هغوی، ځکه چې کفاره یې ورته د قسم د ماتولو لپاره جایز کړې ده.