Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 232 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 232 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا تَعْضُلُوهُنَّ أَنْ يَنْكِحْنَ أَزْوَاجَهُنَّ إِذَا تَرَاضَوْا بَيْنَهُمْ بِالْمَعْرُوفِ ۗ ذَٰلِكَ يُوعَظُ بِهِ مَنْ كَانَ مِنْكُمْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۗ ذَٰلِكُمْ أَزْكَىٰ لَكُمْ وَأَطْهَرُ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ 232
ترجمه:
او كله چې تاسو ښځو ته (رجعي) طلاق وركړئ، بیا هغوى خپلې نېټې ته ورسېږي (او عدت يې پوره شي) نو تاسو دوى مه منع كوئ (له دې نه) چې دوى له خپلو پخوانيو خاوندانو سره نكاح وكړي، كله چې دوى په خپل منځ كې د دستور مطابق راضي شي، دا (حكم چې دى)، په ده سره هغه چا ته وعظ كولى شي چې په تاسو كې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري، دا تاسو لپاره ډېر غوره او ډېر پاكیزه دى، او الله پوهېږي او تاسونه پوهېږئ— البقره ۲:۲۳۲
تفسیر:
او کله چې تاسو خپلو بیبیانو ته له دریو څخه کم طلاقونه ورکړئ، او عدت یې پوره شي، نو -اې ولیانو- هغوی مه منع کوئ چې بېرته خپلو خاوندانو ته په نوي عقد او نکاح سره ستنې شي کله چې د هغوی خوښه وي، او یو بل سره پري راضي شي، دا د نهی حکم چې شامل دې په نه منع کولو د نکاح نه، په دې سره پند ورکوي ستاسو څخه هغه چاته چې په الله تعالی او په ورځ د آخرت یې ایمان راوړی وي، دا کار په تاسو کې ښېګڼه او خیر زیاتوي، او له چټلۍ نه ستاسې اعرض او کړنې (اعمال) ډېر پاکونکی دی او الله تعالی پوهیږي په حقیقتونو د ټولو کارونو او په انجام د ټولو کارونو او تاسو په دې باندې نه پوهېږئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 231 راتلونکې البقره • آیت 233