Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 231 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 231 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ سَرِّحُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ ۚ وَلَا تُمْسِكُوهُنَّ ضِرَارًا لِتَعْتَدُوا ۚ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ ۚ وَلَا تَتَّخِذُوا آيَاتِ اللَّهِ هُزُوًا ۚ وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَمَا أَنْزَلَ عَلَيْكُمْ مِنَ الْكِتَابِ وَالْحِكْمَةِ يَعِظُكُمْ بِهِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ 231
ترجمه:
او كله چې تاسو ښځې طلاقې كړئ، بیا هغوى خپلې (د عدت اخري) مودې ته نژدې شي، نو دوى په ښې طریقې سره ایسارې كړئ (په رجوع كولو سره)، یا هغوى په ښې طریقې سره رخصت كړئ، او د ضرر رسولو لپاره هغوى مه ایساروئ چې زیاتى وكړئ، او چا چې دغه (كارونه) وكړل، نو یقینًا هغه په ځان ظلم وكړ۔ او د الله ایتونه مسخره مه جوړوئ او پر تاسو باندې (شوي) د الله نعمتونه یاد كړئ او هغه چې الله پر تاسو باندې نازل كړى دى چې كتاب (قرآن) او حكمت (سنت) دى، هغه تاسو ته په دې سره وعظ كوي، او له الله نه ووېرېږئ او پوه شئ چې یقینًا الله په هر شي باندې ښه پوه دى– البقره ۲:۲۳۱
تفسیر:
او کله چې تاسو خپلو ښځو ته طلاق ورکړئ نو د هغوی د عدت د ختمېدو نېټه نږدې شي؛ نو تاسو کولای شئ چې بېرته هغوی ته رجوع وکړئ او یا یې پرېږدئ تر دې چې عدت یې ختم شي، او تاسو ورته د دې لپاره رجوع مه کوئ چې هغوی ته ضرر او تکلیف ورسوئ، لکه جاهلیت کې چې به خلکو کول، او چاچې ښځې ته د ضرر رسول په موخه رجوع وکړه؛ نو دې سړی له خپل ځان سره ظلم وکړ، چې خپل ځان یې ګناهګار کړ او د سزا مستحق شو، او تاسو د الله تعالی له آیاتونو څخه ملنډې مه جوړوي چې لوبې پرې کوئ او د هغو خلاف جرات کوئ، او یاد کړئ تاسو د الله تعالی نعمتونه پر تاسو، چې له ټولو څخه لوی نعمت هغه دی چې په تاسو یې کوم قرآن او د حکمت خبرې نازلی کړي، تاسو ته یادونه درکوي په دې باندې چې نیک عملونه وکړئ او د هغه له عذاب څخه ووېرېږئ، او له الله تعالی څخه ووېرېږئ د هغه د اوامرو په عملي کولو سره او د هغه له نواهیو څخه په ځان ساتنې، او پوهه شئ چې الله تعالی په هر شي پوهه دی، نو هیڅ شی ترې پټ نه شی پاتې کېدلی، او خامخا تاسو ته ستاسو د اعمالو بدله درکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 230 راتلونکې البقره • آیت 232