كه بیا يې هغه (په درېم ځلې) طلاقه كړه، نو له دې نه پس هغه د ده لپاره حلاله نه ده تر هغه پورې چې هغه (ښځه له عدت نه پس) له ده نه غېر بل خاوند سره نكاح وكړي، بیا كه هغه (دويم خاوند) دا طلاقه كړه، نو په دې دواړو (ښځه او پخواني خاوند) باندې هېڅ ګناه نشته چې دواړه (له عدت نه پس په نوي نكاح سره) یو بل ته رجوع وكړي، كه دواړه دا خيال كوي چې دوى به د الله حكمونه پوره كړي، او دا د الله حكمونه دي، دا د هغه قوم لپاره بیانوي چې پوهېږي• البقره ۲:۲۳۰ ⧉
تفسیر:
نو که چېرې خاوند درېیم طلاق ورکړ، نو بیا یې ورسره نکاح جایز نه ده، تر هغو چل له بل سړي سره په صحیح توګه، او رغبت سره چې د بېرته پرېښودلو هدف یې نه وي، نکا وکړي او په دې نکاح کې ورسره کوروالی (جماع) وکړي. نو که چېرې بیا دویم خاوند طلاقه کړه او یا مړ شو؛ نو په دې ښځه او لومړي خاوند څه ګناه نشته چی بېرته له یو بل سره په نوي عقد او مهر باندې نکاح وکړي، که چېرې د دوی دواړو غالب ګمان دا وي چې دوی به له یو بل سره په شرعي طریقه ژوند تېروي، او دا شریعت احکام دي، الله تعالی یې هغو خلکو ته بیانوي چې د الله تعالی احکام او پولې پېژني؛ ځکه چې هم دوی به له دې څخه ګټه پورته کوي.