Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 229 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 229 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


الطَّلَاقُ مَرَّتَانِ ۖ فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ ۗ وَلَا يَحِلُّ لَكُمْ أَنْ تَأْخُذُوا مِمَّا آتَيْتُمُوهُنَّ شَيْئًا إِلَّا أَنْ يَخَافَا أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا فِيمَا افْتَدَتْ بِهِ ۗ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَعْتَدُوهَا ۚ وَمَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ 229
ترجمه:
طلاق دوه ځله دي، بیا په ښې طریقې سره (ښځې لره) ساتل دي، یا په ډېرې ښې طریقې سره رخصتول دي او (اى سړو!) تاسو لپاره دا حلال نه دي چې له هغه (مال) نه چې تاسو دوى ته وركړى دى؛ څه لږ شى هم واخلئ، مګر دا چې دواړه له دې نه ووېرېږي چې دوى به د الله حدونه (حكمونه) قايم نه كړي، نو كه تاسو وېرېږئ چې دوى دواړه به د الله حكمونه پوره نه كړي، بیا نو په دې دواړو باندې هېڅ ګناه نشته په هغه (مال) كې چې هغه ښځه يې د جداوالي لپاره وركوي. دا د الله حدونه دي، نو له دغو نه مه تېرېږئ، او څوك چې د الله له حدونو نه تېر شي، نو همدغه كسان ظالمان دي البقره ۲:۲۲۹
تفسیر:
هغه طلاق چې خاوند پکې بېرته خپلې ښځې ته د رجوع کولو حق لري، دوه کرته دی، چې طلاق ورکړي، بیا رجوع وکړي، بیا طلاق ورکړي، بیا رجوع وکړي، بیا له دوو طلاقونو څخه وروسته دې یا خپله ښځه بېرته د ځان سره وساتي او په ښه طریقه دې ورسره ژوند کوي، او یا دې په معروف سره درېیم طلاق هم ورکړي او د ښځې د ټولو حقونو په ادا کولو سره، او تاسو ته -اې خاوندانو!- جایز نه ده چې تاسو څه شی واخلئ د هغه مهر نه چې تاسو خپلو ښځو ته ورکړی ؤ، مګر دا چې ښځه بده ګڼوونکې وي خپل خاوند لره د بد اخلاقۍ یا د بدرنګۍ په وجه، او دواړه دا ګمان کوي چې ددې بدګڼلو په وجه به دواړه د یو بل شرعي حقونه پوره نه کړی شي، پس دا دواړه دې خپلو خپلوانو ته دا مسئله وړاندې کړي، پس که چېرې ولیان ددې دواړو وېرېدل چې دا دواړه به د یو بل حقوق ادا نه کړي، نو بیا په دې دواړو څه ګناه نشته چې ښځه خپل ځان د خپل خاوند څخه د مال په بدل کې آزاده کړي، دا شرعي احکام دي چې د حلالو او حرامو ترمنځ فاصله ده، نو پس د دغو نه دې تجاوز نه کوي، او څوک چې د الله تعالی د حلالو او حرامو ترمنځ پولو نه اوړي؛ نو پس دغه کسان له خپلو ځانونو سره ظلم کوي چې د هلاکت ځایونو ته یې اچوي، او د الله تعالی غضب او عذاب سره یې مخامخ کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 228 راتلونکې البقره • آیت 230