Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 228 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 228 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ ۚ وَلَا يَحِلُّ لَهُنَّ أَنْ يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللَّهُ فِي أَرْحَامِهِنَّ إِنْ كُنَّ يُؤْمِنَّ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِي ذَٰلِكَ إِنْ أَرَادُوا إِصْلَاحًا ۚ وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ 228
ترجمه:
او طلاقې كړى شوې ښځې دې په خپلو ځانونو درې حیضه انتظار كوي، او د دوى لپاره حلال نه دي چې پټ كړي هغه څه چې الله د دوى په رَحِمونو كې پیدا كړي دي، كه دوى په الله او په ورځ د اخرت ایمان لري۔ او په دې موده كې د دوى خاوندان د دوى د بیا راوستلو اصل حقدار دي كه هغوى د اصلاح (جوړښت) اراده لري، او د دستور مطابق د هغو (ښځو) لپاره (په خاوندانو باندې حقونه) دي په شان د هغو (حقونو) چې په دوى باندې لازم دي (د خپلو خاوندانو لپاره) او په دوى باندې د سړيو لپاره درجه شته، او الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى البقره ۲:۲۲۸
تفسیر:
او طلاقی کړل شوې ښځې دې انتظار وکړي تر راتګ د درې حیضونو، په دې موده کې به بل چا سره نکاح نه کوي، او دوی ته جایز نه ده چې پټ کړي هغه حمل چې الله تعالی پیداکړي وي د دوئ په بچي دانۍ کې، که چېرې دوی رښتینې وي په ایمان لرلو کې په الله تعالی او په ورځ د آخرت، او خاوندان د دوی چې طلاق یې ورته ورکړی دی ډیر حقدار دي چې بېرته خپلو ښځو ته د عدت په موده کې رجوع وکړي، که چیرته دوی په دې رجوع سره هدف مینه او محبت وي او لرې کول د هغه حسد او کینې وي چې د طلاق په وجه د دې دواړو ترمنځ واقع شوی ؤ، او ښځو ته هم هغه شان حقوق دي لکه څنګه چې د دوی د خاوندانو دي، په هغه طریقه چې خلکو کې رواج وي، او سړي د ښځو نه اوچت دي په فضیلت کې، له وجې د اداره کولو د کور او له وجې د طلاق نه، او الله تعالی زورور دی هيڅ شی ورباندې نه شي غالب کېدلی، په خپلو حکمونو او کارونو کې حکمت والا دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 227 راتلونکې البقره • آیت 229