Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 245 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 245 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


مَنْ ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً ۚ وَاللَّهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ 245
ترجمه:
څوك دى هغه كس چې الله ته قرض وركوي، قرضِ حسنه، نو هغه (الله) به د هغه لپاره دا (قرض) زیات كړي په ډېرو زیاتولو سره، او الله تنګي راولي او (هغه) فراخي راولي، او تاسو به خاص هغه ته بېرته ورګرځول كېږئ البقره ۲:۲۴۵
تفسیر:
څوک دی هغه کس چې د قرض داري په شان کار وکړي، او خپل مال د الله تعالی په لاره کې په ښه نیت او خوښۍ سره مصرف کړي، د دې لپاره چې بېرته ده ته څوچنده راوګرځي، او الله تعالی تنګي راولي په رزق او صحت او نورو شیانو کې، او پراخي هم راولي، دا ټول کارونه په حکمت او عدل باندې کوي، او خاص هغه ته به تاسو د آخرت پر ورځ ورګرځئ، نو تاسې ته به ستاسو د کړنو (عملونو) په پرتله جزا درکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 244 راتلونکې البقره • آیت 246