ایا تا د بني اسرائیلو سردارانو ته نه دي كتلي، له موسٰی نه بعد، كله چې هغوى خپل نبي ته وویل: زمونږ لپاره یو بادشاه مقرر كړه چې مونږ د الله په لاره كې جنګ وكړو۔، هغه نبي وویل: ایا تاسو نژدې يې كه پر تاسو باندې جنګ كول فرض كړى شي دا چې جنګ به ونه كړئ؟ هغوى وویل: او مونږ لره څه (موانع) دي چې د الله په لاره كې به جنګ نه كوو، حال دا چې مونږ له خپلو كورونو او خپلو زامنو نه وېستل شوي یو، بیا چې كله پر هغوى باندې جنګ كول فرض كړى شول، نو هغوى (له خپلې خبرې نه) وګرځېدل، مګر له هغوى څخه ډېر لږ (خلق ونه ګرځېدل) او الله په ظالمانو باندې ښه پوه دى البقره ۲:۲۴۶ ⧉
تفسیر:
-اې پیغمبره- آیا تاته د د بني اسرائیلو د مشرانو خبر نه دی رسېدلی چې د موسی علیه السلام له زمانې وروسته وو، کله چې هغوئ خپل پیغمبر ته وویل:: مونږ ته یو پاچا وټاکه چې مونږ له هغه سره یوځای د الله تعالی په لاره کئ جهاد وکړو، نو پیغمبر ورته وویل: کیدای شي که الله تعالی پر تاسو جهاد فرض کړي تاسو به د الله تعالی په لاره کې جهاد ونه کړای شئ! هغوی ورته وویل: په داسې حال کې چی د پیغمبر له دې ګمان نه انکار کوونکی وو: څه شی به مونږ د الله تعالی په لاره کې له جهاد نه منع کړي، سره له دې چې د حالاتو تقاضا داده چې مونږ جهاد وکړو؟ ځکه چې مونږ خپلو دښمنانو له خپلو وطنونو څخه ایستلی یو، زمونږ بچي یې بندیان کړي دي، نو پس مونږ جنګ کوو د خپلو وطنونو د اخیستلو لپاره او د خپلو بندیانو د آزادولو لپاره، نو پس هر کله چې الله تعالی په دوی جهاد فرض کړ، نو دوی ترې مخ وګرځولو او په خپلو وعدو یې وفا ونه کړه، مګر لږو کسانو له دوی څخه، او الله تعالی پوهه دی په ظالمانو چې د الله تعالی له حکم څخه مخ اړوي او د الله تعالی وعدې ماتوي، او خامخا به په دې باندې ورته سزا ورکړي.